شرکت

ذولرستان يوشخصي شرکت دى. دنوموړي شرکت دبنسټ ډبره په (٢٠٠٥ م) کال کې دکابل په وزيراکبرخان مينه کې کيښودل شوه . د

دغه شرکت په لمړي سرکې دافغان سولر په نوم ونومول شو خو په (٢٠٠٨ م) کال کې د انجينر ايمل بارکزي ،انجينر توماس (سکس ) او دهارلډ (هاپټ ) لخوا يې نوم په ذولرستان تبديل شو چې تر دې دمه په همدې نوم سره ياديږي . د

نوموړى شرکت دنړ ۍ دمختلفو هيوادونو څخه دلمريزې بريښنا هرقسم سيستمونه خپل هيواد افغانستا ن ته صا دروي .همدارنګه سوليفاينټ چې ، يو ه جرمني کمپنۍ ده د نوموړي شرکت سره دتخنيک په برخه کې هر ډول مرسته کوي .چې دهر کال په اوږدو کې د نوموړکمپنۍ رئيس او تخنيکي کسان ددغه شرکت ليدنه کوي .له دې سره جوخت ذولرستان شرکت د لمريزې بريښنا هر قسم سيستمونه لکه :اوبه ګرمونونکي (واټرهيټر)،واټرپمپمونه،لمريزنغري،دسرک دغاړې ګروپونه ، امنيتې ګروپونه، لمريز دموبائيل چارچري ،لمريز يخ چالونه ، لمريز پکي او همدارنګه نور هر ډول دلمريزې بريښنا سيستمونه برابره وي. د

مشهور او لوى مشتريان د ذولرستان شرکت عبارت دي له : DAI, PRT, GTZ, NSP, ERC, UN HABITAT, German Agro Action اوداسې نور..نوموړى شرکت هروخت په دي هلو ځلو کې دى چې ښه اوهر قسمه شيان دنړۍ دمختلفو او مترقې هېوادونو څخه خپل ګران هېواد افغانستان ته صادرکړي. ددغه شرکت مرکزي دفتر په کابل کې دى او نوري څانګې يې په ننګرهار،کندهار، خوست کې هم شته دى. د


محور ورځپاڼه: ډېر ژر به یو لوی ښار تیاره شي

In: منبع : تان, August 8th, 2014.

په کندهار کې دبرېښنا دکمي له وجې له ۱۹۰ فابریکو څخه ۹۰ یې تړل شوې دي او ددې ښار اتلس لوی کلسترونه دڅښاک له پاکو اوبو بې برخې دي. درې کاله وړاندې چې دامریکا پراختیایي ادارې په کندهار کې ډیزلي برېښنا فعاله کړه، تراوسه یې په تېلو ۳۰۸ میلیونه ډالره لګولي او ۲۲۰ میلیونه ډالره برېښنا شرکت مصرف کړې دي. پداسې حال کې چې څلور میاشتې وروسته به دغه قرارداد پای ته رسېږي دامریکا دپراختیایي ادارې لخوا د لګول شويو لسو جنراتورونو څخه یې یوازې درې یې اوس فعاله دي.


Zularistan Brochure

Download

To top of the page