مطبوعاتي

محور ورځپاڼه: ډېر ژر به یو لوی ښار تیاره شي

In: منبع : تان, August 8th, 2014.

په کندهار کې دبرېښنا دکمي له وجې له ۱۹۰ فابریکو څخه ۹۰ یې تړل شوې دي او ددې ښار اتلس لوی کلسترونه دڅښاک له پاکو اوبو بې برخې دي. درې کاله وړاندې چې دامریکا پراختیایي ادارې په کندهار کې ډیزلي برېښنا فعاله کړه، تراوسه یې په تېلو ۳۰۸ میلیونه ډالره لګولي او ۲۲۰ میلیونه ډالره برېښنا شرکت مصرف کړې دي. پداسې حال کې چې څلور میاشتې وروسته به دغه قرارداد پای ته رسېږي دامریکا دپراختیایي ادارې لخوا د لګول شويو لسو جنراتورونو څخه یې یوازې درې یې اوس فعاله دي.

په هلمند کې جګړه او کندهار کې دامریکا دپراختیایي ادارې له لوري دتمویلېدونکو ډیزلي جنراتورونو دلګښتونو قطع کېدل ددې باعث شوي چې نیم کندهار همدا اوس له برېښنا بې برخې دی. دډيزلي برېښنا قطع کېدل په عادي ژوند سربېره ددې ولایت صنعتي فابریکو ته هم زیان اړولی دی. دوروستیو معلوماتو له مخې دکندهار له ۱۹۰ فابریکو څخه یې ۹۰ دبرېښنا دستونزو له وجې تړل شوې دي. پدغو فابریکو کې دچپلکو جوړولو، اوسپنې ویلي کولو، غوړیو او صابونو جوړلو سربېره ګڼې نورې شاملې دي.

په کندهار کې آزاد خبریال صدیق الله افغان محور سره په خبرو کې وویل، چې دبرېښنا ستونزو دکندهاریانو ژوند خورا مشکل کړی دی: (دپاکو اوبو دنشتوالي او کمي له وجې ډېری ماشومان په ناروغۍ اخته شوي دي. همدا اوس دکندهار اتلس کلسترونه دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.) دښاغلي افغان دمعلوماتو په اساس، له دریو کالو راهیسې چې دامریکا پراختیایي ادارې په کندهار کې ډيزلي برېښنا فعاله کړې، دغو جنراتورونو ته یې د ۳۰۸ میلیونه ډالرو تېل او وسایل اخستي دي، همدا ډول ۲۲۰ میلیونه ډالره په کندهار کې د برېښنا شرکت له لوري مصرف شوې دي.

کندهار ښار دکجکي بند او دهمدغو جنراتورونو په ډیزلي برېښنا روښانه دی او فابریکې یې پرې فعاله دي. له کجکي بند څخه ۱۲ میګا واټه او له ډيزلي جنراتورونو څخه ۸ میګاواټه برېښنا کندهار ښار ته ورکول کېږي، خو په هلمند کې وروستۍ جګړې او دامریکا دپراختیایي ادارې له لوري دمرستو کمېدو دا ښار دبرېښنا له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دبرېښنا دې ستونزو په کندهار کې سولر سیستم ته ښه زمینه سازي کړې، چې له پاکستانه راوړل کېږي. دسولر سیستم زیاتېدا له وجې ولایتي ادارې پدې سیتسم هم له پنځه سلنې څخه لس سلنې ته مالیه لوړه کړې ده.

څارونکي وایي، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په جنوب کې دبرېښنا لپاره په بنسټیزو پروژو کار ونکړ، کنه پدغو پیسو اوږدمهالي برېښنایي پروژې فعالېدای شوای. معلومات ښیي، چې دکندهار ددهلې بند له ۱۰ تر ۱۵ توربینونو اسانتیاوې لري، خو اوس پرې یوازې یو توربین فعاله دی. همدا ډول دکجکي بند په هغه پروژه چې په اکمالاتي کاروان او کارکوونکو یې له ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پیسې ولګول شوې نن دافغانستان دجنوب او په ځانګړي ډول هلمند او کندهار لپاره هم برېښنا نشي برابرولی. شواهد په ډاګه کوي چې دکجکي بند دتوربین فعاله کولو کار یوازې دافغان حکومت تېر اېستو لپاره شوی دی. په جنوب کې خبریالان دافغان چارواکو له قوله وایي، که چېرې بهرنیانو لګول شوې پیسې دافغان حکومت له لارې لګولې وای، دوی دقومي مشرانو دنفوذ په واسطه کولای شوی په کم لګښت کجکي بند فعاله کړي.

خو دافغانستان دبرېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له محور سره په مرکه کې دغه تورونه ردوي او وایي، دروان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې به له کجکي څخه کندهار ته برېښنا ولېږدوي او دا وخت یې دیو نوي توربین په فعاله کېدا کار روان دی: (تېره اونۍ کندهار ته دبرېښنا دلېږد سیستم په بیا جوړولو ۱۲ میلیونه افغانۍ ولګول شوې. دبهرنیانو دقرارداد تر پای ته رسېدو وروسته موږ پوره اماده یو کندهار ته برېښنا برابره کړو. اوس امریکا جنراتورونو ته شل سلنه تېل ورکوي، په هره ربع کې به ددوی برخه کمېږي او زموږ به زیاتېږي، د ۲۰۱۵ تر پای ته رسېدو پورې به ټول سیستم موږ ته وسپارل شي.)


Zularistan Brochure

Download

To top of the page